پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې یوي میرمني پنځه ماشومان زيږولي
نیټه: Tue, 25 Feb 2020 13:41:15 +0000

 

د ننګرهار په بې بې فاطمه الزهرا روغتون کې یوې ميرمني د عمليات په واسطه د دوه هلکانو او دري انجونو په ګډون پنځه ماشومان زيږولي.
روغتیایې کارکوونکې وایې له ټولو زيږدلو ماشومانو یواځې یو یې چې تر ولادت وړاندې مړ وو پاتي څلور اولادونه چې یو هلک او دري انجوني دي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
د نویو زيږيدلو ماشومانو پلار وایې بچيان یې د هېواد سولې ته ډالۍ دي او د سولې راتلو ته د هرکلي په موخه یې د امن او سولې په نوم نوموي،
د بي بی فاطمه الزهرا روغتون د نسایې او ولادي وارډ مشره وایي که د زيږيدلو ماشومانو مور د ولادت لپاره روغتون ته نه وې راوړل شوي نو د مور او ماشوم د مړيني خطر یې ډير وو.
 تر دې نږدې یوه میاشت وړاندې د ننګرهار په حوزوي روغتون کې هم یوي میرمې څلور نارينه او لادونه زيږولي وو.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته