پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

انډين پریمیر لیګ په ۲۹ نېټه پیلیږي
نیټه: Wed, 26 Feb 2020 11:53:23 +0000

 

د هندوستان انډين پریمیر لیګ د راتلونکې مارچ میاشت پر ۲۹ نېټه د نړۍ د مشهوره لوبغاړو په منځ کې پیلیږي.
دا چې د هندوستان آی پي ایل، په نړۍ کې ګڼ شمېر مینوال لري،نو شاید راتلونکی فصل د راجستان رایلز لپاره ډېر ګټور تمام شي.په دغه لوبډله کې درې انګلستاني لوبغاړي چې پوره په ټچ او فام کې دي شاید ښه نتېجه ورکړې.رایلز لپاره پیلونکی،لوبغاړی جاس بټلر هغه نوم دی چې په وروستېو وختونو کې تر ډېره ګټور لیدل کیږي او د انګلستان په ملي لوبډله کې جلا لوبه تر سره کوي.دوهم لوبغاړی بیا د منځنۍ لېکې تر ټولو مشهوره الراونډر بین سټوکز،دی نوموړي د انګلستان په تاریخ کې ځانګړې لوبې تر سره کړې او ښه فام کې لیدل کیږي.دريم انګلستانی لوبغاړی بیا ټام کرن، دی چې په اوسنې وختونو کې د خپلو تجربو پر اساس د بهترینه بالینګ ترڅنګ غوره توپ وهنه هم تر سره کوي.که راجستان لوبډله یادو لوبغاړو ته د سیالۍ پر جریان کې چانس ورکړې نو ډېر کلیدې رول به ولوبوې.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته