پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغانستان کې د زعفران په تولید کې ۲۲ سلنه زیاتوالی راغلی
نیټه: Wed, 26 Feb 2020 13:53:30 +0000

 

د کرنې مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت چارواکي وايي روان مالي کال کې یې په ټول افغانستان کې ۲۱۰ پراختیايي پروژې بشپړۍ کړي دي.
ددې وزارت سرپرست حشمت الله غفوري په یو خبرې کنفرانس کې ویلي چې په روان مالي کال کې یې ۷۲۶ سوداګریزو شنې خونو د جوړولو ترڅنګ یې په  ۶۸۹۱ هکتاره ځمکه کې باغونه ،۲۳۵ د کشمشو خونې او پر بزګرانو یې ۵۰۰ متریک ټنه کیمیاوي سره ویشلي ده.
نوموړي وویل چې په روان میلادي کال کې یې پانګوالو ته ۷۰ د چرګانو لويي فارمونو ترڅنګ د ماهیانو ۸۰ فارمونه هم جوړ کړي دي.
غفوري چې تېر کال یې په کابل کې د لبنیاتو د پروسس تر ټولو لیوه فابریکه هم جوړه کړي چې اوسمهال پر فعالیت بوخته ده.
ده وویل چې د میرمنو د ژوند د اقتصادي ودې په موخه سلګونو  میرمنو ته په کور دننه د کاروبار زمینه برابره کړي چې ورسره ګڼ شمیر میرمنې په کار بوختي دي.
د کرنې سرپرست وزیر وویل چې د زعفرانو په تولید کې د تېر کال په پرتله ۲۲ سلنه زیاتوالی راغلی چې په هرات ولایت کې د زعفران یو څېرنیز مرګز هم جوړ شوی .
د کرنې مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت وايي روان کال یې وجهې صندوق څخه څلور زره بزګرانو ته د ۱،۱ میلیارد افغان په انداره پورونه ورکړي چې ۲۰۲۰ میلادي کال کې به نورو بزګرانو ته هم ۱،۵ میلیارده افغاني پورونه ورکړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته