پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

بلخ کې یو شرکت نوي موټر او ريکشاوې توليد کړي
نیټه: Wed, 26 Feb 2020 14:06:29 +0000

 

بلخ ولايت کې يوه صنعتي شرکت نوي موټر او ريکشاوې توليد کړي، چې په نږدې وخت کې به يې بازار ته وړاندې کړي. 

د امين نور صنعتي شرکت مسوول احمد ضيا احمديار وايي  چې له څلور کالو راهيسې يې مزارشريف کې د نقليه وسايطو د توليد چارې پيل کړي دي. 
نوموړی وايي، چې اوس ياد شرکت د برښنايي او تيلي موټرو د توليد بشپړ ظرفيت پيدا کړی، چې هره مياشت يو شمېر موټر او رېکشاوې توليدوي. 
نوموړی وايي، چې د موټرو او ريکشاوو تر څنګ د برښنايي موټرو لپاره بټرۍ هم په همدې شرکت کې توليديږي. 
هغه وويل، چې د موټرو او بټريو د توليد دغه شرکت يې په ۱۵۰ جريبه ځمکه کې جوړ کړی دی. 
هغه زياتوي، چې د موټرو، ريکشاوو او بټريو د توليد په دغه شرکت يې له ۱۵ تر ۲۰ مليونه ډالرو پورې پانګونه کړې ده. 
د نوموړي په خبره د موټرو او ريکشاوو جوړېدو لپاره ځيني خام مواد کور دننه تهيه کوي او يو شمېر له چين او هند هيوادونو څخه واردوي. 
د امين نور شرکت د موټر جوړولو برخې مسوول انجنير محمد ابراهيم هارون  وايي  چې تر دې مهاله يې ۷۵ عرادې موټر او ۲۸۰ عرادې ريکشاوې توليد کړي دي. 
نوموړی وايي، چې د موټرو، ريکشاوو او بټريو د توليد دغه شرکت کې ۱۵۰ کسان په کار بوخت دي. 
هغه زياته کړه، چې دغه توليدي شرکت يې په ستندرد ډول جوړ کړی، چې په کال کې تر شپږ زرو عرادې نقليه وسايطو د توليد ظرفيت لري. 
دوی وايي توليد شوي نقليه وسايط يې له ۱۲۰۰ امريکايي ډالرو څخه نيولې تر ۳۰۰۰ امريکايي ډالرو پورې قيمت لري. 
د موټر جوړولو د دغه شرکت مسؤلین  وايي چې دغه موټر او رېکشاوې له پيل څخه تر پايه د دوی په شرکت کې تولدېږي. 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته