پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

خوست کې د بادامو شاوخوا ۸ زره نیالګي کینول کيږي
نیټه: Thu, 27 Feb 2020 13:06:37 +0000


 
دغه ولسي اشر چې پيل يې د ګربزو ولسوالۍ څخه وکړ، د خوست په ټولو ولسواليو او مرکز کې به په دوه سوه باغونو کې د بادامو شاوخوا اته زره نيالګي کينوي.
ددې ولسي پروګرام مسوولين وايي د بادامو دغه نيالګي چې د خوست سوداګرو او دوکاندارانو په مالي کومک يې اخيستي، په هره ولسوالۍ کې نېږې شل باغونه جوړ کړي.
د صاحب ګل فرهاد په نوم يو تن رضاکار چې په دې ولسي اشر کې يې ګډون کړی وايي چې هر باغ کې به د بادامو څلوېښت نيالګي کينول شي.
د شفيق کره په نوم ددغه ولسي اشر بل رضاکار بيا  وايي اساسي موخه له دې پروګرام څخه خلکو کې د وطن جوړونې فکر خورول دي.
زرماييد خان چې د ګربزو ولسوالۍ د ميداني سيمې اوسيدونکی دی او يوه اندازه خپله شخصي ځمکه يې د بادامو يو باغ ته ورکړې، وايي هر افغان بايد د خپل وس مطابق د هېواد په پرمختګ او ابادۍ کې برخه واخلي.
د ملي بسيا بڼ په نوم د ولسي اشر دا رضاکار ځوانان او د مدني ټولنې غړي داسې مهال په دغه ولايت کې د بادامو د باغونو جوړولو لړۍ پيلوي، چې نن ورځ د «زرغون خوست» په نوم د نيالګيو کلنۍ او کلتوري ميله هم پيليږي، چې درې ورځې به دوام وکړي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته