پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

حکومت دې د معلولینو کارموندنې ته پاملرنه زیاته کړي
نیټه: Tue, 03 Mar 2020 12:55:23 +0000

 

 د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر لعل الدین اروبې د معلولینو د اقتصادي ودې لپاره د نندارتون جوړول ګټور وبلل او له خلکو یې وغوښتل چې د معلولینو ملاتړ وکړي.
ياد نندارتون چې په پلازمینه کابل کې د مرنجان تپه کې جوړ شوی وو، برخوالو يې له حکومت معلولو وګړو ته  د کارې زمینو د برابریدو غوښتنه کوله .
ذاکرالله همت د ياد نندارتون جوړونکی وايي په دغه نندارتون کې د لاسي صنایعو ، خوراکي محصولاتو ، جامو ، اوبدلو ، او په لاس جوړ شوي نقاشي نندارې ته ايېښودل شوي و.
هغه زیاته کړه چې دغه نندارتون د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د هیدو په نوم یو انسټیټیوټ په همکارۍ په لاره اچول شوی.
دوه دیرش کلنه لطیفه ، چې په کابل کې په يوه راکټ  برید کې  دوه زنګونونه غوڅ شوي وو او په خپل لاس صنایعي يې ياد نندارتون کې نندارې ته ايېښې وي، وايي چې د اقتصادي اړتیاو پوره کولو لپاره په لاس ځينې توکي جوړوي.
د شهیدانو او معلولینو چارو د وزارت له لورې د ورکړل شوي معلوماتو له مخې دا مهال په افغانستان کې ۹۵۰ زره  معلولین شتون لري.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته