پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ماسکونه د کرونا ویروس مخنیوي نه شي کولی
نیټه: Thu, 05 Mar 2020 12:37:18 +0000

 

د عامي روغتیا وزارت مسولین د کرونا ویرویس د مخنيوي په پار وقایوي تدابیر اړین بولي
د عامي روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز ملت ته د حساب ورکونې په پار په جوړي شوي خبرې ناسته کې وویل چې ماسکونه د کرونا ویروس په مخنیوي کې هیڅ ګټه نه شي رسولاي او يوآځي د ناروغانو لپاره اړین دې چې یاده ناروغۍ نورو ته خپره نه کړي.
هغه وویل د کرونا ویروس دومره ګوچنی دی چې د ماسک له سوریو په اسانۍ سره کولی شي تیر شي
نوموړی زیاتوې د يادې ناروغۍ څخه  مخنیوي په موخه لازمې ده چې د ستونی د وچیدو په صورت کې اوبه وڅښي او لاسونه ډير ومینځي.
د عامي روغتیا وزارت مسولین وايي په  ۱۳۹۸ کال کې د عامي روغتیا په چوکاټ کې ټوټال ۵۶ انکشافي پروژې منظور شوي او ياد وزارت توانیدلي چې ۹۸ سلنه تطبیق کړي.
د عامي روغتیا وزیر فیروز وايي چې د فساد سره يې جدې مبارزه ترسره کړي او د کرونا ویرویس د مخنیوي او درملنې په پار د روغتیايي مرکزونو د رامنځته کیدنې ترڅنګ يې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او تداوي په موخه هم بیلابیل مرکزونه جوړ کړي دي.
د نوموړي په خبره په تېر یو کال کې په ټول هیواد کې د دوي د مدیریت لاندې ۲۰۰ زره حراجي عملیاتونه او ۹۳۰ نورمالي زیږیدنې ترسره شوي او همدراز يې ۷ میلیونه پنځه ګونې واکسینونه تطبیق کړي دي.
د روغتیا وزیر وايي په ۱۳۹۸ کال کې د فساد پرضد هم جدي مبارزه ترسره کړي او د ۶۰ په شاه او خوا کې د ادارې فساد دوسيي لوي څارنوالۍ ته لیږدلي ، ۲۴ د درملو عمده پلورونکې مارکیټونه يي په هرات کې د اسنادو د نمیګړتیا له کبله تړلي ، او له ۵۶ درمل روغتیايي مرکزونو او ۱۰۰ درمل پلورنځيو څخه يي تاریخ تیري درمل راټول کړي دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته