پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

شرق تلویزون له عقاب وروسته په سټلايټ کې هم نشرات پیل کړل
نیټه: Sun, 08 Mar 2020 10:03:05 +0000

 

شرق تلویزون له عقاب وروسته په سټلايټ کې هم نشرات پیل کړل

د شایق رسنیز مرکز په چوکاټ کې شرق تلویزون چې د کلونو راهيسي په ختیځ ننګرهار کې د ولس لپاره په رسنیزه برخه کې د خدمت په پار فعالیت کوي ، تازه یی د پرمختګ پر لور يو بل ګام هم پورته کړ ، له عقاب وروسته يې تېره شپه د ترکمنعالم سټلایټ له لارې هم نشرات پیل کړ.
د يادې ادارې مسولین تل هڅه کوې چې د بیلابیلو خپرونو ترڅنګ په بې پرې توګه خپلو هیوادوالو ته د خبر رسونې په برخه کې هم بیلابیل ډول خبرونه او رپوټونه چمتو کړي او د کلک هوډ له مخې خپل ولس ته د خدمت په پار يې په رسنیزه برخه کې کلکې مټې را بډوهلي دي.
درنو هیوادوالو اوس کولائ شي د شرق تلویزون د ترکمنعالم سټلایټ له لارې د نړۍ په ګوډ ګوډ کې ننداره کړئ.
خو هیره دې نه وي چې د هیواد پر لويو ښارونو ، کابل ، مزار شریف ، هرات ، کندهار او ننګرهارکې بیا د شرق تلویوزن ، بیلابیلې خپرونې او خبري ټولګي د عقاب سټلایټ له لارې هم ننداره کولائ شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته