پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

عالمان تاو تريخوالي دکمښت او دايمي سولې غوښتنه کوي
نیټه: Sun, 08 Mar 2020 14:06:43 +0000

 

 تاوتریخوالي د کمښت ، بین الافغاني خبرو اترو او دایمي سولې غوښتنه. 
په لغمان ولایت کې د مرکز او ولسوالیو د لسګونه ديني عالمانو په يوه راټوليده کې په هیواد کې د روانو جګړو د پای ته رسیدو او له افغان حکومت او طالبانو د بین الافغاني خبرو اترو ته د حاضریدو غوښتنه وکړه. 
دوي وايي يو شمیر سیمه ایز هیوادونه په افغانستان کې په روانه جګړه کې خپلې ګټې وينې او له همدې کبله نه غواړي چې دلته سوله او ټيکاو رامنځته شي.
دوي له ښکیلو دواړو اړخونو غواړي چې پرته له کوم قید او شرط بین الافغاني خبرو اترو او سولې ته غاړه کیږدي.
ټاکل شوي ده ، د کب د میاشتې په شلمه د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له مخې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني خبرې اترې پیل شي.
خو لا هم لیدل کیږي چې د طالب زندانیانو د آزادیدو په برخه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اختلافات موجود دي .

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته