پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

شرق ټلویزیون تالار کې د ښځو نړيواله ورځ ونمانځله
نیټه: Tue, 10 Mar 2020 12:34:36 +0000


 
د دي مراسمو ګډونوالې هيله مندې ښايی چې شرق ټلویزیون به په نړیوال کېدو سره دښځينه و غږ مرکز او نړیوالو ته ورسوي.
دوي د ولسمشر په توګه د دوهم ځل لپاره د محمد اشرف غني ټاکل کيدو ته خوښي او له ولسمشر غواړي چې دا ځل د ښځينه و حقوق ته ډېر پام وکړي.
د شرق ټلویزیون تالار کې دا میرمني د نرګس راډيو او هيلي خیریه بنسټ له لورې د ښځو نړیوالي ورځې نمانځني په موخه راټولي شوې.
د دې مراسمو ګډونوالې میرمنې وایې شرق ټلویزون چې تازه یې په نړیواله کچه نشرات پیل کړي، اوس به د ښځو غږ د سيمي ورهاخوا مرکز او نړیوالو ته هم ورسوي.
دوي د دوهم ځل لپاره د ولسمشر په توګه تېره ورځ د محمد اشرف غني د لوړي مراسمو تر سراوي ته هم خوښي وښوده او له ولسمشریې وغوښتل چې د ولسمشر په توګه دې د خپلي دندي بیا پیل کې د ښځينه و حقونو ته ځانګړي پاملرنه وکړي .
 د شایق رسنیز مرکز استازي بیا ښځينه و ته ډاډ ورکوي چې د ښځينه و حقونو غوښتنې او تر مسؤلو چار واکو به د ښځو غږ ورسوي او دوې ته به ځانګړې پاملرنه کوي.
د یادوني وړ ده چې شایق رسنیزمرکز او په ځانګړي ډول نرګس راډيو دښځينه و لپاره د ځانګړو خپرونو په لرلو سره د ښځينه و د حقونو غوښتلو او عامه پوهاوي کې له تېرو څه باندې لسو کالو راهیسي فعاليت کوي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته