پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د ننګرهار والي د شایق رسنیز مرکز څخه لیدنه وکړه
نیټه: Wed, 11 Mar 2020 14:56:23 +0000

 

د ننګرهار والي شامحمود میاخیل او د عامي روغتیا د وزارت مرستیال فدا محمد پیکان چې ځينو نورو مسولینو يې هم ملتیا کوله د شایق رسنیز مرکز څخه لیدنه وکړه .
ولایتي مسولینو د شایق رسنیز مرکز له مشرتابه سره ولیدل او په رسنیزه برخه کې يې د شایق رسنیز مرکز څو کلني هڅي وستایلي.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د شایق رسنیز مرکز د رييس انجنیر شفیق الله شایق ته د شرق تلویزون د نړیواله کیدو له کبله مبارکې وویله او ترې مننه يي وکړه چې د کلونو راهیسي يي تل د ولس ستونزې د حل په پار د مسولینو سره شریکي کړي دي.
د شایق رسنیزه مرکز مشر هم د ننګرهار له والي مننه وکړه چې د شایق رسنیز مرکز ته راغي او دوي ته يې د لا خدمت روحیه ورکړه.
انجنیر شایق د ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ چې د دغه ولایت د پرمختګ او د ولس او حکومت ترمنځ د واټن د راکموالي او د ولس ستونزې به د حل په پار د تېر په څیر د مسولو چارواکو سره شریکي کړي او تل به د يوې بې پرې رسنیزه مرکز په شکل له مرکز او ولسوالیو څخه رسنیزه مسایلو ته خبري پوښښ ورکړي.
يادو مسولینو همدراز د ياد رسنیزه مرکز د بیلابیلو برخو څخه لیدنه هم وکړه.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته