پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د ننګرهار دولتي ورځپاڼه سل کلنه شوه
نیټه: Thu, 12 Mar 2020 13:36:23 +0000

 

د ننګرهار ورځپاڼه سل کلنه شوه خو، د پرمختګ پرځای يې شاتګ کړی.
لوستونکي يې وايي په اونيزي د ورځپاڼي بدليدلو او دمطالبو فرمايشي کېدو يې د لوستونکو زړه مات کړی.
د اطلاعاتو او کلتور رياست چارواکي د ورځپاڼي دشاتګ لامل د امکاناتو کمی او د وزارت نه پاملرنه بولي.
خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وياند وايي په ټول هېواد کې د ورځپاڼو محتوا بدلوي او په نوی بڼه يې نشرات پيلوي.
ولايتي چارواکي هم د ورځپاڼي چاپ او فعاليت غيرې معياري بولي او د معياري کېدو لپاره يې په انټرنيټي کېدو ټينګار کوي.
وايي چارواکي دې ورته يواځي د چاپ لپاره ازادي ورکړي نور يې د ښه او پر وخت چاپ لپاره يې امکانات هم خپله برابروي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وياند بيا وايي د ټولو دولتي ورځپاڼو ښه والي ته يې پلان شته او د منځ پانګي له مخې به يې د اوسنيو هغو سره په پور توپیر په نوي بڼه چاپوي.
صابر مومند وايي خپل پلان يې د اترو ادارې ته سپارلی او ژر به يې عملي چاري پيل شي.
د ننګرهار دولتي ورځپاڼي له اوس نه سل کاله وړاندې د شاه غازي امان الله خان د واکمنۍ پرمهال ننګرهار کې نشرات پيل کړل او دا تېرو څو کالو پورې د ورځپاڼي په ډول چاپېده خو، اوس يوه او بله اونۍ چاپېږي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته