پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې کرونا ویروس داحتمالي ناروغانو لپاره روغتون پرانستل شو
نیټه: Thu, 12 Mar 2020 13:53:01 +0000


  
. شاه محمود میاخیل په خلکو غږ وکړ چې د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د لاسونو او غېږو ورکړې او بې ځایه غونډو کې د ګډون،پرلپسې ډول د لاسونو وینځلو او نورو برخو کې خپل چمتوالی ولري.
جلال اباد ښار کې د کرونا ویروس د احتمالي ناروغانو د بستر کولو په پار سل بستریز روغتون پرانستل شو. 
د ننګرهار والي او په دې ولایت کې د کرونا ویروس د مخنیوي کمیټې مشر شاه محمود میاخېل وايي د اړونده ادارو له لورې په همغږۍ د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د تدابیرو د نیونې لړۍ دوام لري. 
 هغه زیاته کړه، د همدې تدابیرو په لړ کې د حج اواوقافو ریاست اړوند حاجي کمپ کې د عامې روغتیا ادارې په مرسته سل بستريز روغتون فعاله کړ او تر زرو نورو پورې يې چمتوالی دوام لري.
 دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمه په افغانستان کې د کرونا ویروس ۷ مثبتي پېښې ثبت شوي ، چې دوه يې په سمنګان او څلور نور يې په هرات کې ثبت شوي دي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته