پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په ننګرهار کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي
نیټه: Mon, 16 Mar 2020 13:44:41 +0000

 

 د کرونا ناروغۍ د خپریدو اوازو او ترڅنګ يې د تورخم لويې لارې تړل کیدو جلال اباد کې د توکو نرخونه لوړ کړي.

ځايي مېشتي وايي تر پخوا د هر ډول توکو، وړو ، غوړو ، وریجو ، لوبیا ، چای او داسي نورو اړینو خوراکي توکو په بيو کې بې کچې زیات لوړالي راغلي چې خلک يي د پیرولو توان نلري. 
دوی له حکومتي مسولینو د نرخونو د کنټرول او د خوراکي توکو د بېو په راټيټولو کې د جدي اقداماتو د ترسره کیدو غوښتنه کوي.
ځایي مدني فعالان هم په جلال اباد ښار کې د خوراکي توکو د بیو لوړوالي اندېښمن کړي او په یاده برخه کې له اړونده مسولینو د جدي اقداماتو د ترسره کیدو غوښتنه کوي. 
 بلخوا د اصنافو او کسبګرو ادارې مسولین تر یوه بریده ياده ستونزه مني او د حل په برخه کې د هلو ځلو د ترسره کیدو د ډاډ ترڅنګ له حکومت غواړي چې ګاونډيو هیوادو سره دې د يادې ستونزې د حل په پار د ترانیزیتي لارو د پرانیستل کیدو هڅه ترسره کړي.
د جلال اباد ښاروالي مسولین هم د نرخو په کنټرول کې جدیت ښايي او ولس ته په ياده برخه کې د لا هڅو د ترسره کیدو ډاډ ورکوي. 
 دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار ولایت چارواکو دوشنبه د روانې میلادي میاشتي په ۱۶ نیټه د تورخم د لوې لارې په ګډون د افغانستان سره ټولي لوي لاري د هر ډول مسافرینو او باروړنکو موټرو پرمخ د کرونا ناروغۍ څخه د مخنيوي په موخه د تدابیرو په لړ کې وتړلي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته