پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د ننګرهارچارواکي: احتکار کوونکو سره به قانوني چلند وشي
نیټه: Tue, 17 Mar 2020 13:50:47 +0000

 

د ننګرهار ولایت چارواکو په يوې خبرې ناسته کې خبرداري ورکړ که څوک خوراکي توکو احتکار ترسره کړي قانوني چلند به ورسره وشي. 
 د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې د کرونا ناروغۍ د اوازو د خپریدو او د لارو د بندیدو سره که هر څوک د خوراکي توکو احتکار وکړي قانوني چلند به ورسره و شي. 
دوي زیاته کړه له پاکستان پرته نور بندورونه پرانېستي دي او له ګاونډې هيواد پاکستان سره هم د سوداګریزه توکو د لیږد رالیږد په تړاو د لارو د خلاصیدو خبرې رواني. 
د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وايي د احتکار کوونکو ته به د احتکار دوسیه اچول کیږي ، مال به يې ضبط او د بند په سزا به محکومیږي. 
دا په داسې حال کې ده چې تېر ورځ هم د دغه ولایت سیمه یز  چارواکو د نرخونو د لوړیدا او احتکار په صورت کې ۱۲ د وړو سرایونه تړلي دي. 
 بلخوا د پانګونې او سوداګرۍ خونې مسولین ځای خلکو ته ډاډ ورکوي چې په سختو حالاتو کې او د بندرونو نه پرانېستل کیدو له کبله تر دوه میاشتو ښاریانو ته د اړتیا وړ اړین توکي رسولاي شي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په جلال اباد ښار کې د خوراکي توکو نرخونه د کرونا ناروغۍ د اوازو د خپریدو او تورخم د لوي لارې د بنديدو د خبر سره د پام وړ لوړ شول ، چې دغې چارې د دغه ولایت ښاریان اندېښمن کړل. 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته