پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

فېصل: دخليلزاد څرګندونو په ځواب کې ويلي دریځ يې پخوانی دی
نیټه: Thu, 19 Mar 2020 10:55:47 +0000

 

د افغانستان د امنيت شورا د بنديانو خوشي کولو په تړاو د زلمي خليلزاد د څرګندونو په ځواب کې ويلي چې په دې اړه يې په دريځ کې بدلون نه دى راغلى.
د امنيت شورا وياند جاوېد فيصل په خپل ټويټر کې ليکلي، طالبان بايد له جګړو او وژنو لاس واخلي.
هغه زياته کړې، طالبان بايد دا ضمانت ورکړي چې خوشي کېدونکي بنديان به يو ځل بيا د جګړې ډګر ته نه ځي.
فيصل وايي، اوس د دې وخت را رسېدلى چې طالبان له تاوتريخوالي لاس واخلي او سولې ته خپله ژمنتيا په ډاګه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، اوس ددې وخت راغلی چې د امریکا او طبانو سره د هوکړې له مخې پنځه زره طالب بندیان د افغان حکومت له زندانونو ازاد شي.
خلیلزاد ویلي، طالبانو منلې چې خوشي شوي بندیان به د سولې په توافقنامه کې شوې ژمنې مني او د جګړې ډګر ته به نه ستنېږي.
د امريکا او طالبانو ترمنځ د لاسليک شوي تړون له مخې، له بين الافغاني مذاکراتو مخکې بايد د طالبانو پنځه زره بنديان او ١٠٠٠ تنه د دولت بنديان خوشي شي..
بلخوا د طالبانو د قطر دفتر وياند سهيل شاهين له رويټرز اژانس سره په خبرو کې د حکومت دغه شرطونه رد کړي دي.
هغه زياته کړې چې امريکايي پلاوي ته يې د پنځو زرو بنديانو لېست ورکړى او هېڅوک په دغه لېست کې جعل او بدلون نه شي راوستلى.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته