پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

جلال اباد ښار کې له سړکونو څخه د موانعو لرې کولو کمپاين پيل شو
نیټه: Thu, 19 Mar 2020 12:16:24 +0000

 


د دغه کمپاين د پيل پرمهال ننګرهار واالي شاه محمود میاخېل وویل، د ولایت په  کچه یې په  عمومي لارو او عامه ځایونو کې د اېښودل شویو موانعو لرې کولو لړۍ یې د ملکي او نظامي ادارو څخه پیل کړې او وروسته به خصوصي ادارو او شخصي کورونو مخې ته هم یاده چاره ترسره کړي .
هغه زیاته کړه، تر دې وړاندې د جلال اباد ښاروالۍ مخې اېښودل شوې موانع لرې کړې وې او له یادې چارې څخه یې موخه له جنګي حالاتو څخه وتل او د رښتیني ښاري بڼې رامنځته کول دي .
بلخوا د جلال اباد ښاريان د ولايتي ادارې د ياد اقدام ستاينه کوي خو غوښتنه کوي چې د يو شمېر سياسي اشخاصو د کورونو له مخې دې هم د سړک سر موانع لرې کړای شي.
د دوی په خبره جلال اباد ښار ډير کوچنی دی او ډيرې لارې يې د دولتي ادارو او سياسي اشخاصو او وکيلانو له لورې د موانعو په اېښودو بندې شوې دي.
په همدې حال کې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل هم له هغو اشخاصو چې د کورونو مخې ته یې موانع اېښودل شوي غوښتنه وکړه چې د خپل ښار د ښکلا او خلکو ته د سهولت برابرولو په موخه  پخپله موانع لرې او لارې د ترافیکو او خلکو پرمخ پرانیزي .
د يادولو  وړ ده چې تر دې وړاندې جلال اباد ښاروالۍ هم د خپلې ادارې له مخې چې نيمايي سړک يې بند کړی و موانعې لرې کړې وې.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته