پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې د کرونا ويروس په اړه د عامه پوهاوي کمپاين
نیټه: Thu, 19 Mar 2020 12:24:17 +0000

 

ننګرهار کې يوه مدني ټولنه کور په کور د کرونا ویروس په تړاو د عامه پوهاوې کمپاین پیل کړي.
دوی خلکو ته د عامه پوهاوی تر څنګ ماسکونه، د لاس مېنځلو صابون او د لاس پټولو لپاره دستکشې هم په وړيا ډول ورکوي.
د توان خيريه ټولنې غړي د جلال اباد ښار او سره رود ولسواليو کې له تېرو څو ورځو راهېسې ګرځي او خلکو ته عامه پوهاوی کوي.
دوې د سره رود ولسوالۍ يو شمېر کليو باندې وګرځېدل او خلکو ته يې عامه پوهاوی وکړ.
د دغه بنسټ  غړي وايي دوی له تېرو څو ورځو راهېسې جلال اباد ښار او يو شمېر ولسواليو کې ګرځېدلي او خلکو ته يې له کرونا د ځان ساتلو عامه پوهاوی کړی دی.
دوي وايي، د ټولنې له غړو په راټولو کړيو پيسو يې اړمنو کسانو سره د مرستې په موخه صابونونه، ماسکونه او دستکشې اخېستي چې تر اوسه يې په دوه سوه کورنيو وېشلې دي.
دوي پر بډايه خلکو غږ کوي چې په دې ورځو کې له خلکو سره د نورو مرستو کولو پر ځای دې ناچاره خلکو ته صابون او ماسکونه د مرستې په ډول ورکړي.
د سره رود ولسوالۍ د ده ولي د سيمې اوسېدونکی عبدالله وايي  پخوا يې د کرونا ويروس په اړه ډيرې خبرې اورېدلې وې؛ خو د ننني کمپاين پرمهال ورته د دغو کسانو لخوا وويل شول که ځان ونه ساتي نو کرونا يې ژوند ګواښلی شي.
کرونا ويروس چې د نړۍ ګڼو هيوادونو ته غځېدلی په دې وروستيو کې افغانستان ته هم د ايران له لارې راغلی چې تېره لنډه موده کې پرې ۲۲ کسان اخته شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت د تازه معلوماتو له مخې تېرو ۴۹ساعتونو کې ورسره کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته