پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

عامي روغتیا وزارت ويلي ۴۸ ساعتو کې د کرونا کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوي
نیټه:

 

د تېرو ۴۸ ساعتونو کې په مرکزي لابراتوارونو کې د کرونا ویروس هېڅ مثبته پېښه نده ثبت شوې.
د عامي روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار، د کرونا ویروس په اړه، د عامې روغتیا وزارت د ورځنیو کنفرانسونو پر دوام، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ويلي د کرونا ویروس له ۳۴۰ شکمنو سمپلونو څخه چې تر دې مهاله د عامې روغتیا وزارت مرکزي لابراتوارونو ته رسېدلي دي، ۲۲ پېښې یې مثبتې او ۳۱۳ یې منفي تشخیص شوي او ۵ نورې یې تر څېړنې لاندې دي.
دغه راز، هغه په اسلام کلا بندر کې د بدن د تودوخې معلومونکې دستګاه لګول او فعالیت، له ایران څخه افغانستان ته د راستنېدونکو کسانو د سکرینېنګ بهیر په چټکتیا کې اغېزناک وباله او ویې ویل چې یاده دستګاه به ډېر ژر د کابل په هوایي ډګر کې هم ولګول شي او فعالیت به پیل کړي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته