پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

لغمان کې د داعش والي په ګډون ۳۰ تنه حکومت ته تسليم شوی
نیټه: Thu, 19 Mar 2020 13:09:57 +0000

 

چارواکي وایې د لغمان لپاره د داعش د والي په ګډون دېرش داعش جنګیالي ملي امنیت ځواکونو ته له سپکو او درنو وسلو سره یو ځای تسليم شوي.
بل خوا دې ولایت کې د داعش وسله والو د شتون په تړاو د والي او ملي امنیت د رئیس څرکندوني د یوبل ضد دي.
له خپل ځانګړي بیرغ سره دا داعش وسله وال د جګړي له لیکو راستانه شوي او لغمان کې ملي امنیت ځواکونو ته تسليم شوي. چارواکې وایې ټول دېرش تنه دې چې پکې د لغمان لپاره د داعش والي هم شامل دی.
دیاد ولایت والي  لغمان ته د داعش ډلي له خوا د ګمارل شوي والي د تسلمېدو وایې خو د امنیت رئیس دې ولایت کې د داعش وسله والو شتون ردوي.
 د تسليم شوی د دې ډلګۍ مشر وایې د اسلامې خلافت نومي ډله کې یې په څوکلن فعالیت کې له طالب وسله والو او حکومت پلوه ځواکونو سره په جګړو ځان ستړی کړی،او د فعالیت ډېره برخه یې هم د کونړ په چلس کې وه خو دایې په هغه ډله کې د فعالیت وروستۍ ورځ وه.
د لغمان  په الیشنګ او الینګار ولسواليو کې د وسله والو طالبانو فعالیت هم چټک شوی په تېره یوه میاشت کې یې څو ځله د امنیتي ځواکونو پوستي نښه کړي خو ولایتي چارواکې وایې دلته یې پروړاندي امنیتي ځواکونه هم پوره چمتوالی لري.  

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته