پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا مثبته پېښه نه ده ثبت شوې
نیټه: Sat, 21 Mar 2020 10:11:48 +0000

 

د روغتیا وزارت ویاند ډاکتر وحیدالله مایار د شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کورنا وېروس هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.
مایار زیاته کړه، چې د کابل په ګډون د افغانستان له ۲۸ ولایتونو څخه دوی ته د کورونا وېروس ۴۴۹ شکمنې پېښې ور رسېدلې دي، چې ۲۴ یې مثبتې، ۴۱۳ منفي او پاتې ۱۲ یې په لابراتوار کې تر څېړنو لاندې دي، چې پایلې به یې وروسته له رسنیو سره شریکې شي.
د نوموړي په خبره، د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره یوه کميټه جوړه شوې چې خپله ولسمشر ترې څارنه کوي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وايي، دا مهال د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره روغتیايی تدابیر نیول شوي دي.
ده په هرات کې د کورونا وېروس له کبله د یو تن د مړه کېدو اوازې هم رد کړې.
د هغه په خبره، دغه کس تنفسي ستونزې درلودې، د کورنا وېروس هېڅ نښه پکې نه وه او په دې وروستیو کې یې ایران ته هم سفر نه و کړی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته