پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د سپین بولدک لار د وارداتو په مخ پرانيستل شوه
نیټه: Sat, 21 Mar 2020 11:59:55 +0000


 
چارواکي وايي، د چمن- سپین بولدک لار له دوو اوونیو تړل کېدو وروسته نن په یو طرفه ډول یوازې د وارداتو لپاره خلاصه شوه.
د افغانستان مالیې وزارت ویاند وویل دا لاره یوازې د دغو دوو هېوادونو د خوراکي توکو صادراتو او واردتو لپاره پرانیستل شوې ده.
هغه ويلي نن شنبه اته بجې د وارداتو لړۍ پيل شوه چې تر دې دمه له ۶۰ زيات له خوراکو توکو ډک لارۍ افغانستان ته را او ښتي دي.
هغه د معلوماتو له مخې له ۲۰۰۰ زياتې نورې لارۍ هم د ډيورنډ ها خوا افغانستان ته د خوراکي توکو د انتقال انتظار باسي.
مالیې وزارت وایي دا اقدام له هغه وروسته وشو چې د دغه وزارت سرپرست محمد همایون قیومي له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړې او د دغه بندر د پرانېستې غوښتنه یې وکړه.
د دغه وزارت ویاند دا هم وویل چې د غلام خان او تورخم بندرونو د پرانېستلو لپاره هم له پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د کرونا ویروس د خپرېدو له وېرې پاکستان د افغانستان پر مخ خپل بندرونه وتړل.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته