پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په کرونا ویروس د مړو شمېر ۱۱۵۰۰ ته لوړ شو
نیټه: Sat, 21 Mar 2020 12:57:48 +0000

 


د روغتیا نړیوال سازمان نن شبنه خبرداری ورکړ چې ځوانان باید له دې خطره ځان خوندي ونه ‌ګڼي.
هغه ويلي کرونا ویروس په ټوله نړۍ کې د انسانانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی دی.
په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس له کبله ۱۱۵۰۰ کسان مړه شوي دي او نژدې ۲۵۰ زره کسان پر دې وېروس اخته ښودل شوي.
په دې اړه ویل شوي چې ایټالیا کې د مړو شمېر د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله زیات دی.
په دې هېواد کې په کرونا ویروس د اخته وګړو شمېر له ۴۷۰۰۰ اوښتی او تر ۴۰۳۲ زیات وکړي مړه شوي دي.
د ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره هڅو د ملیونونو انسانانو پر حرکت، د ښوونځیو او تجارتونو پر فعالیت او د میلیونونو وګړو پر کارونو بندیز لګولی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر وویل چې د هغو کسانو ژوند له ډېر ګواښ سره مخامخ دی چې عمر یې زیات دی یا مخکې له مخکې په نورو ناروغیو اخته دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته