پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ناټو او امریکا: افغان سیاسیون دې د سولې لپاره سره یو موټی شي
نیټه: Sat, 21 Mar 2020 13:37:14 +0000

 

امریکا پر افغان مشرانو غږ کړی چې خپل سیاسي ستونزې څنډې ته کړي او د سولې لپاره سره ګډ کار وکړي. 
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو یوه ټوېټري پیغام کې ویلي، په داسې وخت کې چې کورونا وېروس په ټوله نړۍ کې په خپرېدو ده افغان مشران باید اوس خپلو خلکو ته د سیاست په پرتله سولې ته تر بل هر وخت ډېر لومړیتوب ورکړي.
بلخوا په افغانستان کې د ناټو یوه لوړ رتبه چارواکي د نوي لمریز کال په مناسبت په خپل پیغام کې د افغانستان د سیاسي مشرانو پر یووالي ټینګار وکړ.
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي له طالبانو هم غوښتنه کړې، چې خپل تاوتریخوالی کم کړي.
وړاندې، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي وو، د دې وخت را رسېدلی دی چې افغان حکومت او طالبان د یو بل د بندیانو د خوشي کولو چاره پیل کړي.
خلیلزاد دا هم ویلي وو چې، امریکا غواړي له طالبانو سره د خپلې هوکړې سره سم د بندیانو د خوشي کولو چاره ژر تر ژره پیل شي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته