پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغان سفارت: د استراليايي ځواکونو د جنګي جنایتونو څیړل غواړي
نیټه: Sat, 21 Mar 2020 13:43:29 +0000

 

په استرالیا کې افغان سفارت وايي چې په افغانستان کې د استرالیايي ځواکونو د ماموریت پر مهال د دغه هېواد پر هوايي ځواکونو د جنګي جنایتونو لګېدلي تورنه باید وڅیړل شي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي سفارت د یادو تورونو اړوند د هراړخیز، بې طرفه او په وخت تحقیق او پلټنو غوښتونکی دی او په دې هکله د کوربه هېواد قضايي دستګاه او نورو اړونده مراجعو باندې اعتماد لري.
په استرالیا کې د افغانستان سفارت ویلي که مطرح شوي تورونه ثابت شي نو عاملینو ته یې باید سزا ورکړل شي
افغان سفارت ټینګار کړی چې دا قضیه له نږدې څاري او په دې برخه کې د استرالیا د دولت د څیړنو نتایج به له افغان حکومت سره شریک کړي.
په افغانستان کې د استرالیايي ځواکونو د ماموریت په تړاو په دې مستند راپور کې یو استرالیايي عسکر د خپلو همکارانو له خوا د افغان ولسي وګړو پر وژلو اعتراف کړی دی.
د استرالیا د هوايي ځواک پخواني غړي براډین چمپن ویلي چې همکارانو یې د هغه په مخ کې ولسي افغانان وژلي دي.

 

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته