پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په افغانستان کې د کرونا ١٠ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې
نیټه: Sun, 22 Mar 2020 10:53:56 +0000

 

د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز وایي، چې په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې یې د کرونا ۹۷ مشکوکې پېښې څېړلې دي چې له دې ډلې لس یې مثبتې وې.
 په دې توګه د کرونا د مثبتو پېښې شمېر ۳۴ ته رسېدلی دی. 
د فیروز په خبره درې نورې مثبتې پېښې په هرات، دوې په زابل، یوه یوه په کندهار، بلخ او غزني کې او دوې پېښې په کابل کې ثبت شوې دي. 
نوموړي وویل، د دوو سفارتونو دوه دیپلوماتان په کورونا وېروس اخته شوي او اوس د تجرید حالت کې دي.
فېروز الدین فېروز وویل، دغه دیپلوماتان له افغانستانه بهر په هغو هېوادونو کې په کورونا وېروس اخته شوي، چې دا وېروس پکې خپور شوی، خو ده د دغو هېوادونو نومونه یې وانخیستل.
د عامې روغتیا وزیر دغه راز له وسله والو طالبانو هم غوښتي چې په خپلو سیمو کې د کرونا ویروس د پراختیا مخه ونیسي او روغتیايي کارکوونکو ته اجازه ورکړي چې خپل خدمات وړاندې کړي.
 فیروز دغه راز د کرونا ویروس د پراختیا د مخنیوي لپاره له ولسمشرۍ ماڼۍ غوښتي چې هرات ښار قرنطین کړي. 
هغه همدا راز وویل چې په کابل ښار کې خطر تر هر څه لوړ دی او د کابل ښاریانو ته یې خبرداری ورکړ چې که احتیاط و نه کړي نو ښایي په راتلونکو دوو اونیو کې د مثبتو پېښو شمېر ډېر شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته