پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

هغه طالب ونيول شو چې افغان سرتېري یې سوځولي وو
نیټه: Sun, 22 Mar 2020 11:06:14 +0000

 

د زابل والي وايي چې امنيتي ځواکونو هغه وسله وال طالب نيولى چې دوه ورځې مخکې يې د ملي اردو او پوليسو سرتېري له وژلو وروسته سوځولي وو.
د زابل والي رحمت الله یارمل وايي، دغه کس چې په زابل ولایت کې د ملي اردو پر یوې پوستې تر برید وروسته د ملي اردو جسدونو ته اور اچولی و تېره شپه د ځانګړو عملیاتو پرمهال له څلورو نورو وسله والو طالبانو سره ونیول شو.
نوموړي نه دي ویلي چې یاد کس د زابل په کومه سیمه کې نیول شوی دی.
په زابل کې د ملي اردو پر یوې پوستې برید کې شاوخوا ۲۵ تنه ووژل شول چې مسؤلیت یې طالبانو په غاړه واخیست.
خو طالبانو تر دا مهاله د دغه نیول شوي کس په اړه څه نه دي ویلي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته