پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

بېلا بېلو ولايتونو کې دقوماندانانو په ګډون ۳۸ وسله وال طالبان وژل شوي
نیټه: Sun, 22 Mar 2020 11:27:55 +0000

 

د کورنیو چارو وزارت ويلي افغان ځواکونو په کندز ولایت کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
له ياد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د یاد برید په پایله کې د دې ډلې د یو قومندان قاري حافظ په ګډون ۲۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه برید کې دوو افغان سرتیرو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپيان دي.
بلخوا زابل د والي ویاند ګل اسلام ویلي تېره شپه د افغان ځانګړو ځواکونو عملیاتو کې د خان باوري په نوم سیمه‌ییز طالب قومندان له خپلو ۵ ملګرو سره وژل شوی.
په ورته وخت کې د ۲۱۵ميوند قول اردو له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو په ځوابیه بریدونو کې د وسله والو طالبانو ۸ وسله‌وال وژل شوي او ۷ يې ټپیان شوي دي.
تر اوسه وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو د دې ادعا په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
د یادولو وړ ده، چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښتو زور اخیستی، چې پر مهال یې دواړو لورو ته مرګ ژوبلې اړولو ادعا شوې ده.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته