پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

فایق: د ایران څخه راستنېدونکو کډوالو فاریاب له ګواښ سره مخ کړی
نیټه: Sun, 22 Mar 2020 13:28:14 +0000

 

د فاریاب والي وايي د نورو ولایتونو په پرتله فاریاب د کرونا ویروس له امله له لوړ ګواښ سره مخ دي.
د فاریاب والي نقیب الله فایق وايي چې د ایران څخه هره ورځ ۱۵۰۰ تنه افغانان هېواد ته راستنيږي چې په دومره لوړه اندازه د افغانانو راستنیدل دا ولایت له ګواښ سره مخ کړی.
نوموړی وايي تېرو ۱۰ ورځو کې له ایران څخه ۱۵ زره تنه افغانان له ایران څخه فاریاب ولایت ته راستانه شوي دي.
فایق وايي که چیرې راستانه شویو افغانانو سره مرسته ترسره نه شي نو وسله والې ډلې به ترې د خپلو لیکو د غښتلتیا ګټه واخلي 
نوموړی وايي د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه مرکزي حکومت له دې ولایت سره هیڅ مرسته نه ده کړي او اوس له ګڼو ستونزو سره مخ دي. 
د فاریاب والي د مرکزي حکومت او مرسته کوونکو بنسټونو غوښتنه وکړه چې له راستانه شوی کډوالو او د کرونا ویروس د مخنیوی لپاره دې له فاریاب ولایت سره مرستې ترسره کړي.
د ایران څخه فاریاب ولایت ته راستانه شوی کډوال وايي د ایران حکومت په دې بهانه چې د کرونا ویروس درملنه یې کوي ګڼ شمیر افغانان وړي او د خاورو لاندې یې کړي دي.
دوی وايي له ایران څخه چې راستانه شوی هیڅ مرسته ورسره نه ده شوي او د حکومت څخه یې غوښتنه وکړه چې له دوی سره مرستې وکړي. 

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته