پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

جوماتونو کې دې د جمعې خطبې لنډې او سنت لمونځونه کور کې وشي
نیټه: Sun, 22 Mar 2020 13:33:20 +0000

 

د افغانستان د حج اوقافو وزارت د یکشنبې په ورځ په کابل کې یو شمېر علماوو سره د کرونا ویروس د مخینوي په هدف مشورتي غونډه جوړه کړي وه.
د حج او اوقافو سرپرست وزیر عبدالحکیم منیب په دې غونډه کې له خلکو وغوښتل چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخینوي په خاطر د عامې روغتیا وزارت ټولي سپارښتنې پلې کړي.
منیب وویل، چې د جمعې خطبي دې لنډې او سنت لمونځونه دې کور کې ترسره شي او هغه خلک چې په ځان کې د دې ویروس نښې ویني ځانونه دې په خپلو کورونو کې قرنطین او د لارښوونو له مخې دې د درملنې لپاره اقدام کړي.
د حج او اوقافو سرپرست وزیر وویل چې دیني علما باید خلکو ته د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په اړه عامه پوهاوی ورکړي.
د یکشنبې د ورځې تر سهاره په افغاستان د کرونا ویروس ۳۴ مثبتي پېښې ثبت شوي چې یوازي ۱۸ یې په هرات ولایت کې دي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته