پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ناساپي سفرکابل ته راغلی
نیټه: Mon, 23 Mar 2020 10:02:49 +0000

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو نن دوشنبه د یو نا اعلان شوي سفر په ترڅ کې افغانستان ته راغلی دی.
رویټرز خبري اژانس ویلي چې کابل ته د پمپیو سفر د امریکا او طالبانو د سولې تاریخي تړون سره د مرستې په هدف تر سره شوی چې په دې وروستیو کې له سیاسي مخالفیتونو سره مخ شوی دی.
داسې راپورونه هم شته چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به په افغانستان کې د قدرت په سر د روان سیاسي کړکېچ د حل په هدف ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله سره خبرې وکړي، هغه موضوع چې د سولې په پروسې یې هم اغېز کړی دی.
اسوشېېټډ پرس خبري اژانس هم کابل ته د مایک پمپیو د سفر هدف افغان سیاسي کړکېچ کې منځګړیتوب او له طالبانو سره خبرې بللې دي.
تر دا مهاله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او افغان حکومت کابل ته د مایک پمپیو د سفر په اړه څه نه دي ویلي.
بلخوا عبدالله عبدالله ته یوې نژدې سرچینې کابل ته د مایک پمپیو د سفر په تائید سره وویل چې ټاکل شوې نوموړی له عبدالله عبدالله سره هم وګوري.
د افغانستان د ټاکنو د وروستیو پایلو تر اعلان وروسته چې ولسمشر غني یې ګټوونکی اعلان کړ په دغه هیواد کې سیاسي کړکېچ نور هم زیات شو.
مایک پمپیو پر داسې مهال کابل ته سفر کوي چې تېره شپه د افغان حکومت او طالبانو استازو د لومړي ځل لپاره د ویډیو کنفرانس له لارې د زندانیانو د ازادېدو او سولې اړوند موضوعاتو باندې څو ساعته خبرې وکړې.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته