پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغانستان کې په کرونا وايروس د اخته کسانو شمېر۴۰ ته ورسيد
نیټه: Mon, 23 Mar 2020 11:38:56 +0000

 

په افغانستان کې پر کرونا ویروس د اخته شويو کسانو شمېر ۴۰ ته ورسېد او د لومړي ځل لپاره په دې هېواد کې پر دې ویروس له اخته شویو یو تن مړ شو.​

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې د بلخ په ولایت کې د کرونا په ویروس اخته ۴۱ کلن یو کس مړ شوی دی.
د هغه په خبره یاد تن د زړه او سږو ناروغې هم درلودې چې تېره ورځ  په بلخ ولایت کې ساه ورکړه.​
مایار دغه ‌راز وویل چې پرون د کرونا ویروس شپږ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې. ۳ په هرات، ۲ فراه او ۱ غور کې. ​
د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز اندېښنه ښکاره کړه چې ښایي ډېر کسان په افغانستان کې پر دغه ویروس اخته شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته