پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي
نیټه: Mon, 23 Mar 2020 13:27:49 +0000

 

د امریکا او قطر حکومتونو د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ د ویډیو کنفرانس له لارې د خبرو اترو زمینه برابره کړه.

د افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد، د افغانستان د ملي امنیت شورا او طالبانو منلې چې افغان حکومت او طالبانو يکشنبه په لومړي ځل د بنديانو د خوشي کولو پر موضوع تخنيکي خبرې وکړې.
خليزاد پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې دا خبرې د امريکا او د قطر د حکومتونو په منځګړيتوب د سکايپ له لارې ترسره شوې چې مهمې، جدي او مفصلې وې.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم پر خپله ټوېټر پاڼه د دې خبرو پخلی کړی دی.
زلمي خلیلزاد ویلي چې ټولو غاړو د تاوتریخوالي کمولو، د بین الافغاني خبرو پیلولو او په افغانستان کې بشپړ او تلپاتې اوربند ته ژمنه وښوده.
د امریکا ځانګړي استازي همدا راز زیاته کړې ده چې په دې اړه به راتلونکې غونډه په یوه دوه ورځو کې د سکایپ له لارې ترسره شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته