پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

جلال اباد کې ډله ايز ځايونه د خلکو پروړاندې وتړل شول
نیټه: Mon, 23 Mar 2020 13:39:34 +0000

 

د ولايتي ادارې د پريکړي له مخي جلال اباد ښار کې د کرونا ويروس خپريدو د مخنوي په موخه تفريحي پارکونه، غسل خاني او هغه هوټلونه چې د ودونو مراسم پکې ترسره کېږي تر نالومي نيټي تړل شوي.
د والي وياند وايې هر هغه څوک چې د ولايتي اداري له پرېکړي سرغړونه وکړي مجازات به يې کړي.
عام ښاريان هم د ولايتي ادارې د دې پريکړي هرکلی کوي او وايې خلک دې تر هغي د راټوليدو، ودونو، کوژدو او نورو مراسمو له ترسراوي ډ ډه وکړي ترڅو چې د کرونا ويروس خپريدو خطر لمنځه لاړ شي.
دوي وايې لاهم ځيني خلک د کرونا ويروس خپريدل ديوي وژونکي ناروغئ په توګه نه مني چې دا چاره د ډېري انديښني وړ بولي.
ښاريان له خلکو غواړي چې د کرونا خپريدو په موخه دي د روغتيا پالني مشوري عملي کړي.
د يادوني وړ ده چې تراوسه ننګرهار کې د کرونا هيڅ يوه مثبته پېښه نده ثبت شوي خو له مرکز کابل او نورو ولايتونو څخه دې ولايت ته د خلکو تګ راتګ دې ولايت کې هم د کرونا خپرېدو ته انديښني زياتي کړي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته