پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

جلال اباد کې د کرونا ویروس د مخنیوی لپاره کمپاین وشو
نیټه: Mon, 23 Mar 2020 13:42:50 +0000

 

په ننګرهار ولایت کې تر دا مهاله د کرونا کومه پیښه نشته خو د مخنیوي لپاره يې هر ورځ عامه پوهاوي کیږي. 
نن هم د هیواد د ځوانو ډاکټرانو اتحاديي له خوا د عامه پوهاوي کمپاین پيل شوو او ددغې ناروغۍ  د وقايي لپاره يې چاپ شوي پاڼي په خلکو ویشلي. 
ددغي کمپاین مسولین وايي نن ورځ عامه پوهاوي کوي خو د سوداګرو څخه غوښتنه کوي چې د وقایوي وسایل په واک کې وکړي تر څو په خلکو يي وویشي.
ځوان ډاکټران وايي کرونا یوه خطرناکه ناروغي ده او خلک ورته باید په کمه سترګه ونه ګوي. 
دوی وايي د لاس منځل ،د خلکو سره روغبړ کول او لاس ورکولو څخه ډډه وشي.
د جلال اباد ښار اوسیدونکی هم ددغي ناروغۍ له امله اندښمن دي او له حکومت څخه غوښتنه کوې چې ننګرهار او جلال اباد ښآر ته په ټولو داخلیدونکو لارو کې دي د کرونا د معلومولو لپاره د ډاکټرانو کمپونه جوړ کړي تر څو دغي ولایت کې د کرونا پيښي پیدا نه شي.
په ننګرهار ولایت کې تر دامهاله د کرونا کومه پيښه نه ده ثبت شوي او ولایتي اداري ددغي ویروس د مخنیوي لپاره د ټولو دولتي او خصوصي ادارو مخي ته د لاس مینځلو ځایوه برابر کړی او ادارو ته داخلیدنکي کسان لومړی لاس مینځي بیا ورځي .

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته