پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

امریکا له افغانستان سره خپله یو میلیارد ډالره مرسته کموي
نیټه: Tue, 24 Mar 2020 10:57:21 +0000

 

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د ولسمشر غني او عبدالله د اختلافاتو له امله له افغانستان سره خپلې يو ميليارد ډالره مرسته کموي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي دوی هڅه وکړه په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت د جوړېدو لپاره لار هواره کړي خو دواړو لورو خپل اختلاف ته ادامه ورکړه چې دا د امریکا ملي ګټو ته خطر دی. 
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي له همدې امله دوی روان کال له افغانستان سره خپل یو میلیارد ډالر مرسته کموي.
 ددې تر څنګ یې ویلي چې په نورو کنفرانسونو کې به هم د خپلو مرستو په کچه کې کموالی راولي او راتلونکی کال به هم یو میلیارد ډالر مرسته کمه کړي. 
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله نیوکه کړې چې سولې ته ژمن نه دي او تر دې دمه یې د بین الافغاني خبرو لپاره پلاوی نه دی ګومارلی.
 همدا راز یې ویلي چې له دې وروسته د سیاسي اهدافو په خاطر له ترسره کېدونکو نظامي عملیاتو ملاتړ نه کوي او نه هم پکې برخه اخلي.
 امریکا همدا راز ویلي د هغو مشرانو ملاتړ هم نه کوي چې موازي حکومتونه جوړوي. 
په اعلامیه کې د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله کړنې غیر مسوولانه بلل شوې دي او په خبره یې امریکا خواشینې ده چې افغان مشران د یوه ټولشموله حکومت په جوړولو بریالي نه شول.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته