پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

مايک پمپيو د ملابرادر په مشرۍ دطالبانو له پلاوې سره کتلي
نیټه: Tue, 24 Mar 2020 11:28:24 +0000

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تېره ورځ کابل ته له څو ساعته سفر او هلته له ولسمشر غني او پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره تر کتنې وروسته قطر ته ولاړ او هلته یې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا  برادر اخند سره ليدلي .
د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې مایک پمپیو له کابل قطر ته تللی دی او هلته یې د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو له مذاکراتي پلاوي سره کتلي دي.
 بلخوا د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین هم ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په دوحه کې له ملابرادر او نورو طالب استازو سره کتلي دي.
 دده په خبره په دې لیدنه کې د سولې په برخه کې پر پرمختګونو، د ځواکونو پر کمولو او نورو مسایلو بحثونه شوي دي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم د ملا براد اخند او پمپيو د لیدنې کتنې په تړاو پر خپل ټویټر لیکلي، چې دا لیدنه د هوکړې د ژمنو د لا ښه تطبیق، بندیانو د خلاصون او سرتاسري اوربند ته د رسېدو په موخه ترسره شوې.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته