پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

غني: عبدالله په یوه شپه کې د اساسي قانون بدلول غواړي
نیټه: Tue, 24 Mar 2020 11:46:13 +0000

 

ولسمشر اشرف غني وايي له پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره مې مذاکرات درلودل او غوښتل مې د سولې پروسه کې ورته ارزښتمنه ونډه ورکړم، خو هغه په یوه شپه کې د اساسي قانون د تغییر غوښتنه درلوده.
ولسمشر غني دا څرګندونې ملت ته  په یو وینا کې  وکړي
ولسمشر غني وایي پرون یې له ډاکټر عبدالله سره مذاکرات کړي او ترې یې غوښتي چې د سولې پروسه کې مهمه ونډه واخلي  او ملګرو ته يې په کابينه کې ځای ورکړي خو عبدالله عبدالله په يوه شپه کې په اساسي قانون کې تغير غوښت. 
ولسمشر غني وايي هېڅوک د اساسي قانون د تغير صلاحيت نه لري او دا صلاحيت يواځې له لويې جرګې سره دى.
نوموړی وايي د مذکراتو دروازې یې خلاصي دي او هڅه به وکړي چې دا ستونزه حل شي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له افغانستان سره د امریکا د یو ملیارډ ډالرو مرستې کمېدو ته په غبرګون کې وویل چې د یادو مرستو بندېدل به کوم اغېز ونه لري.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته