پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

پشه يې قوم : له افغان حکومت سره د پریکون خبردارې ورکړ
نیټه: Tue, 24 Mar 2020 13:46:21 +0000

 

ننګرهار کې پشه یې ځوانان وايي د کورنيو چارو وزارت پرې تور پوري کړی چې پشه یان د حقاني شبکي سره اړیکي لري.
پشه یې ځوانان د کورنیو چارو وزارت د هغه تور په غبرګون راټول شوي چې وایې یاد وزارت ټولو ولایتونو نه د یو رسمي مکتوب په استولو سره پشه یې قوم له حقاني شبکې سره په اړیکو لرلو تورن کړی.
وایې د کورنیو چارو وزارت په دې مکتوب سره د پوځ په لیکو د پشه یې قوم ځوانانو ورکړو قربانیو ته سپکاوی کوي.
دوی وایې که د کورنیو چارو وزارت په پشه یې قوم د لګول شوي تور سپیناوی ونه کړي او یا هم بخښنه ونه غواړي نو پشه یان به د حکومتي دندو په پرېښودو سره له حکومت سره پریکون وکړي او د حکومت ضد لا ریونونه به وکړي.
هڅه مو وکړه چې په همدې تړاو د کورنيو چارو وزارت ځواب هم واخلو خو له پرلپسې اړیک نیوني وروسته یې هم په نظر اخیستو ونه توانيدو.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته