پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کابل کې د سېکهانو پر عبادت‌ځای بريد کې ۲۵ تنه وژل شوې
نیټه:

 

د کورنیو چارو وزارت وايي، کابل ښار کې پر درمسال د برید له امله ۲۵ کسان وژل شوي او اته ټپیان دي.

برید د کابل لومړۍ امنیتي حوزې په شور بازار سیمه کې سهار نږدې اته بجې پيل شو .
د کورنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې امنیتي ځواکونو په درمسال کې د ښځو او ماشومانو په ګډ،ن نږدې اتیا کسان ژغورلي دي.
که څه هم لومړیو کې د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ویلي وو ممکن حمله کې ښکېل څلور بریدګر وې خو اوس اعلامیه کې را غلي، د یوه وسلوال په وژل کېدو سره برید پای ته ورسېد.

ددی برید مسولیت داعش وسله والو په غاړه اخيستی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر ټوېټر کابل کې پر درمسال دا یو وحشیانه برید بللی دی.
کابو دوه کاله وړاندې د افغانستان پر هندو او سک وګړو ځانمرګی برید شوی و.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته