پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ولسي جرګه او مشرانو جرګه د ستونزو حل لپاره منځکړیتوب کوي
نیټه: Wed, 25 Mar 2020 13:19:41 +0000

 

د ولسي جرګي رئیس وايي ددې جرګي اداري هئیت د مشرانو جرګي سره په ګډه غواړي چې د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ رامنځته شوې ستونزو د حل په موخه منځګړیتوب وکړي.
د ولسي جرګي غړو د چهارشنبې ورځې په ناسته کې ډیری بحث  د سیاسیونو ترمنځ د شته اختلافاتو او د امریکا لخوا د مرستو د بندیدو په اړه وو.
د ولسي جرګي غړي وايي د ارګ او سپیدار ماڼۍ د خپل منځې اختلافاتو له امله امریکا پر افغانستان یو ملیارد ډالري مرسته بنده کړه چې دا کار به افغانستان انزوا ته کش کړي.
د ولسي جرګي رئیس میروس رحماني وویل هغه طرحه چې عبدالله عبدالله او اشرف غني ترمنځ د شته اختلافاتو له منځه وړولو لپاره جوړیږي د ولسي جرګي له غړو سره به شریکه شي.
خو ولسمشر محمد اشرف غني سې شنبه وویل چې  عبدالله عبدالله د حکومت د داسې جوړښت غوښتونکی دی چې د اساسي قانون له موادو سره په ټکر دی.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته