پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

هرات کې ګزځبنديز اعلان شو
نیټه: Wed, 25 Mar 2020 13:41:17 +0000
 
 
د کرونا پر ویروس د خلکو زیات اخته کیدل په نړۍ کې ویره خپره کړي ده دلته په هرات کې له همدې کبله په ګرزبندیز اعلان شوي او ډير خلک په کورونو کې ناست دې ، خو لا هم يو شمیر خلک شته چې د کرونا ویروس جدی نه نيسئ
 ظاهرآ هرات حکومت د کرونا سره په مبارز بوخت دی. 
. تېره ورځ د دغه ولایت نظامي شورا پریکړه کړي چې د کرونا ویروس د خپریدا څخه د مخنیوي په موخه به ښار کې ګرځبندیز وضعه کړي.
 خو د هرات ولایت د ولایتي شورا یو شمیر غړي وايي چې تر دې دمه چې د هرات د ولایتي ادارې له لورې کومې طرحې او شعارونه خپاره شوي عملي جنبه يې نه لرله.
 د دوي له ولایتي ادارې غواړي چې يادې طرحې دي عملي کړي او په دې برخه کې لا هڅې ترسره کړي.
په همدې حال کې د هرات د ولایتي شورا غړي د ولایت له پریکړي سره موافق دي او زیاتوي چې په ښه ډول دې عملي کړي.
 د تازه ورکړل شو معلوماتو له مخې په دغه ولایت کې يوه پنځوس کلنه میرمنه د کرونا ویروس له کبله مړه شوي ده ، اوپه دغه ولایت کې ۵۳ کسان پّ کرونا ناروغۍ اخته ښودل شوي دي.
 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته