پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د انسان ماغزه له ۴۵ کلني وروسته په زړېدلو پیل کوي
نیټه: 23/03/2014

د انسان ماغزه له ۴۵ کلني وروسته په زړېدلو پیل کوي

يوه نوې څېړنه ښيي چې د انسان د مغزو د زړېدلو(بوډا کېدلو) وخت له ۴۵ کلني وروسته پيل کېږي.

په دې څېړنه کې چې انګرېزي څېړونکو تر سره کړې ده، له ۷۰۰۰ داوطلب کسانو څخه چې د ۴۵ او ۷۰ کلونو تر منځ یې عمرونه وو، تر بر رسي لاندې نيول شوي دي.

او دې مطالعې هغه نظریې رد کړې ، چې ماغزه له ۶۰ کلني وروسته په زړېدلو پیل کوي.

دا څېړنې ښيي چې له ۴۵ کلني وروسته د ماغزو فعاليت کمېږي، او د حافظې، لغوي ذخيرې او فکري روند کې د پام وړ تغييرات او سستوالی راځي.

پوهان وايي: د مغزو دا بوډا کېدل د بيرته راګرځېدو وړ نه دي او د وخت په تېرېدلو سره تېزېږي، تر دې چې تر ۷۰ کلني پورې سړي لس سلنه او مېرمنې ۷ فيصده د خپل مغزي فعاليتونه له لاسه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې بېلابېلو مطالعو ښودلې ده، چې ورزش په مغزي فعاليتونو ډېره مثبته اغېزه لري او د مغزو د ورستېدو، او ژر له کاره لوېدو مخنيوی کوي.

د څېړونکو په وينا د فزيکي فعاليتونو سرته رسول، د سن په ډېرېدو او د مغزو د ځينو برخو د وړوکي کېدو او همدارنګه پر حافظې او تفکر مثبت اغېز لري او د ژر خرابېدو مخه یې نیسي.

دا فزيکي فعاليتونه نه يوازې دمغزو د پياوړتيا لپاره مرسته کوي او د ژر زړېدو مخه یې نیسي بلکې ورزشکارانو ته نور ذهني او ټولنيزې اغېزې هم ښندي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته