پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د خان عبدالغني خان د زېږېدو سل کلونه پوره شوو
نیټه: 17/05/2014

د خان عبدالغني خان د زېږېدو سل کلونه پوره شوو

سږکال د وتلي فلسفي شاعر لیکوال،انځورګر او د عدم تشدد لارې مبارز خان عبدالغني خان د زېږېدو له سلمې کلیزې سره برابر دی.

نوموړی په ۱۹۱۴ کال کې د پښتونخوا په چارسدې ولسوالۍ کې زېږېدلی و.

غني خان له خپل پلار عبدالغفار خان ( باچا خان ) سره د عدم تشدد په مبارزه کې هم ونډه اخېستې ده.

افغان ولسمشر حامد کرزی د نوموړي د زېږېدو د سلمې کلیزې په تړاو یوې جوړې شوې غونډې کې ګډون وکړ.

د غني خان د زوکړې سلو کلونو پوره کېدو په مناسبت د بېلو مراسیمو په ترڅ کې د هغه یادوونه وشول.

غني خان سره له دې چې شاعر، مجسمه ساز او انځورګر و، په سیاسي مبارزه کې یې د خپل مبارز پلار خان عبدالغفار خان ملتیا کوله.

غني خان د خپل وخت د سیاسي بهیرونو یو فعال غړی و.

غني خان د لندن او امریکا متحدو ایالتونو کې زده کړې تر لاسه کړې وې او وروسته یې د پښتو تر څنګ په انګلیسي ژبه هم یو شمېر اثار لیکلي.

د غني خان د اثارو لویه برخه شاعري او منثور اثار دي، چې په ۱۳۶۴ کال کې یو ځل بیا په کابل کې ټول او چاپ شول.

د غني کلیات هغه مهال د افغانستان د قومونو او قبایلو وزارت له لوري چاپ شول، چې د هغه د اثارو تر ټولو لویه او معتبره نسخه بلله کېږي.

شاعر او لیکوال سلیمان لایق وايي، د غني شاعري له پولو او معینو هدفونو ورهاوخوا ده.

نوموړی وایې د خان عبدالغني خان شعر یو ځانګړی فلسفیانه رنګ لري، چې د ژوند د بېلو اړخونو په اړه او ان خپله د انسان د هستۍ په اړه پکې پوښتنې مطرح کېږي. 

د غني خان د شعر په اړه ویل کېږي، چې د ناوړه دودونو پر ضد د مبارزې په اړه، چې په ټولنه کې حاکم و، له خوشحال خان خټک وروسته غني خان و، چې په خورا جرات یې خپل فکر څرګند کړل.

د لیکوال او شاعر عبدالغفور لیوال په وینا د غني د لیک سبک او رنګ له هره پلوه ځانګړی او خپلواک دی.

د کارپوهانو په وینا د غني خان د پیغام خپرولو لپاره تر ټولو غوره لاره داده، چې د هغه په اړه د غونډو او کنفرانسونو تر څنګ د هغه شته اثار بیا بیا چاپ ښي، د تدریسي نصاب برخه شي او دغه راز د رسنیو له لاري د هغه پیغام په موثره توګه د ټولنې د هر غړي تر غوږونو ور ورسول شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته