پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په نړۍ کې د خپګان په هېوادونه کې افغانستان په سر کې ځاي لري
نیټه:

په نړۍ کې د خپګان  په هېوادونه کې افغانستان په سر کې ځاي لري

نوې علمي څېړنې ښيي چې د ملا  له درد وروسته ژورخپګان يا ډيپرېشن په نړۍ کې د يوې سترې ستونزې په توګه نن سبا شمېرل کېږي.

ژورخپګان يا ډيپريشن د غم او خپګان له هغه پايدار حالت څخه عبارت دی چې انسان پکې له هر څه سره بې مينې والی (بې علاقې ګي ښيي) او له هېڅ شي څخه خوند نشي اخيستی او نه ورته څه شی خوند ورکوي.

 د پلس ميډيسن خپرونې څېړونکي په دې ټينګار کوي چې خپګان، ذهني فشار،او ډيپريشن  دې بايد د يوې نړيوالې ستونزې په توګه په نړيواله کچه درملنه وشي

په دې څېړنه کې Clinical Depression له ۲۰۰ نورو ستونزو او ناروغيو سره چې د يوه کس د ناتواني لامل کېږي پرتله شوې ده.

 د روغتیا د نړيوالې ټولنې د خبر له مخې په ټوله نړۍ کې  په کم شمېر خلک د ډيپريشن ناروغي درملنې ته لاس رسی لري.

 دا ناروغي د ډېروالي ، کموالي، ژوروالي او برسېرن والي له امله د نړۍ په بېلابېلو سيمو کې  سره توپير لري مثلاُ په افغانستان کې د جنګ جګړو، او نورو ستونزو له امله د ډيپرېشن ميزان په نړۍ کې تر ټولو لوړ او په جاپان کې بيا دا کچه تر نورو هېوادونو کمه ده.

د کوينزلينډ پوهنتون د طب علومو ډاکټر الزي فراري چې ددې څېړونکو د ډلې مشر دی، وايي: ډيپريشن او خپګان يو ستر مشکل دی او موږ بايد په جدي توګه دې ناروغي ته پاملرنه وکړو.

دی وايي: موږ بايد ددې ناروغي په اړه ډېراعلانونه او خبرتياوې خپرې کړو او تر خلکو یې ورورسوو، او د درملنې لپاره یې بريالۍ او اغېزمنې لارې چارې ولټوو.

دده د وينا له مخې دا ناروغي په بېلابېلو هېوادونو کې په بېلابېلو کچو شتون لري د بېلګې په توګه هغه هېوادونه چې کم عايد لري او يا متوسط عايد لري ډېر کسان پکې په دې ناروغی اخته دي او هغه هېوادونه چې شتمن دي په دې ناروغي پکې په کم شمېر خلک اخته دي.

 دی وايي: که څه هم د نړۍ په ځينو،ځينو هېوادونو کې ددې ناروغي په وړاندې کار روان دی خو، تر اوسه پورې دا چارې بسنه نه کوي او بايد نورې هڅې یې د درملنې او مخنيوي په اړه وکړو.

  د روغتيا نړيواله ټولنه وايي په نړۍ کې شاوخوا۳۵۰ ميليونه کسان په ډيپريشن يا ژورخپګان اخته دي چې د ټولې نړۍ د وګړو ۴ سلنه جوړوي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته