پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د نصیرالله مومند په یاد کتاب نندارتون پرانستل شو.
نیټه: 25/05/2014

 

د نصیرالله مومند په یاد کتاب نندارتون پرانستل شو.

په ننګرهار ولایت کې د نصیرالله مومند په یاد کتاب نندارتون په داسي حال کې پرانستل شو چې د فرهنګیانو او عامو خلکو ګډون په کې کم رنګه و. 
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسولینو په وینا د کتاب نندارتون يي ددې لپاره په سراج العمارت بڼ کې جوړ کړي و چې هر څوک وکولي شي په کې ګډون وکړي خو د دوې د تمې خلاف د خلکو ګډون تت او کم رنګه و. 
د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریس اورنګ صمیم شرق راډیو تلویزیون ته وویل چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په لارښونه هر کال په افغانستان کې د کتاب اونۍ لمانځل کیږي سږل مونږ هم د افسو موسسې  په همکارې دغه نندارتون جوړ کړ.
نوموړي زیاته کړه چې ددې نندارتون د جوړیدو نه مو هدف دا دی چې څنګه وکولی شو ځوانانو ته د ټوپک پرځاي قلم ورکړو او د کتاب او مطالعې فرهنګ دود کړو. 
صمیم وویل چې په دې نندارتون کې مو ډیر فرهنګیانو او خپروندویه ټولنوته بلنه وړکړي وه خو هغوې پکې برخه وا نه خیسته او یو شمیر خپروندویه ټولنو خو د پیسو غوښتنه هم کوله چې دا کار د خفګان وړ دي.
د قبایلو او قومونو چارو وزیر ډاکټر محمد اکرام خپلواک چې په دغه نندارتون کې یې ګډون کړي و وویل چې زمونږ په هیواد کې د کتاب اخیستلو او لوستلو دود ډیر کم دي او یو شمیر خلکو یواځې نیماشي کتابخاني جوړکړي خو استفاده ترې نه کیږي. 
نوموړي په ځوانانو غږ وکړ چې د نوي تکنالوجي څخه مثبته ګټه واخلي او خپل وخت د کتاب په مطالعي مصرف کړي 
د ننګرهار ولایت مرستال محمد حنیف ګردیوال وویل چې ننګرهار ولایت د علم او ادب زانګو ده که چیري خلک غواړي چې دا نوم تل پاتي شي خپلو لیکوالو قدر وکړئ او د هغوې کارونه وستايئ 
لیکوال او شاعر بازمحمد عابد د کتاب نندارتون په جوړیدو خوښې وښوده او زیاته یې کړه چې زمونږ په ټولنه کې خلک له کتاب سره ډیره علاقمندي نه ښايي دا ډول نندارتونه کولي شي چې خلک کتاب لوستلو ته وهڅوي
د ختیځ ادبی بهیر مشر ضیاء الدین همت مل وايي د دا ډول نندارتونونو جوړیدل یو نیک ګام دي خو باید دا لړۍ ولسوالیو ته هم وغزول شي

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته