پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په نړۍ کې تر ټولو نیک بخته سړی
نیټه: 25/05/2014

په نړۍ کې تر ټولو نیک بخته سړی

په نړۍ کې یواځینې سړی چې د بېلابېلو پېښو سره مخ شوی ، ورسره نور خلک مړه شوی خو دی د ټولو پېښو څخه ژوندی او سلامت راوتی دی

تر ټولو مخکې دې سړی د نړۍ د پاتی راغلو خلکو په نوملړ کې هم لومړی ځای خپل کړی دی.

دا سړی د اورګاډي د ټکر څخه ژوندی راوتی ، د موترو د سوزیدو څخه سلامت پاتی شوی ، څوځلی د موټرونو د ټکرونو د پیښو او آن تر دې چې د الوتکی څخه راغور ځیدلی دی خو بیا هم ژوندی پاتی شوی دی .

دا سړی وپیژنی ، دا د خروات اوسیدونکی او د موسیقی ښوونکی فرین سیلاک دی .

د ۱۹۶۲ زیږدیز کال د جنورۍ په میاشت کې کله چې سیلاک په اورګاډي کې په سفر روان و ، یو ناڅاپه اورګاډی د خپلې پټلۍ چې وځي او په کنګل شوی سیند کې ډوبیږي ، په دې پېښه کې ۱۷ تنه مړه شول ، سیلاک له دې پیښی څخه د عادی ټپونو سره ژوندی راوځی .

د دې پېښې څخه یو کال وروسته د الوتنې پر مهال د الوتکي ور مات او پرانستل شو ، په الوتکه کې له ده سره ټول ۱۹ تنه مړه خو سیلاک ژوندی پاتي شو .

په ۱۹۶۶ زیږدیز– لمریز کال کې سیلاک په یو بس کې په سفر روان وو چې بس سیند ته وغورځید ، له ده سره په دې موټر کې څلور نور سپاره کسان د دې پیښې له کبله مړه شول ، خو سیلاک سلامت او ژوندی پاتې شو .

په ۱۹۷۰ او۱۹۷۳ کلونو کې د ډېرو ورته پیښو سره ، او په ځانګړي توګه داسې چې د سیلاک موټر څو ځلې اور اخستی او ژوندی ترې راوتی دی ، مخ شوی دی .

په ۱۹۹۵ زیږدیز- لمریز کال کې نوموړی د ښاری بس لخوا ووهل شو خو بیا هم سیلاک ژوندی پاتی شو .

په ۱۹۹۶ زیږدیز – لمریز کال کی سیلاک د موټر چلولو پرمهال د لارې سره د ټکر د مخنیوی په موخه د خپل موټر سره د غره څخه لاندې وغورځید ،۳۰۰ متره لری پرواز وکړ او د ونی په سر یې موټر راکښته شو ، د وني په سر حیران خو ژوندی وو .

په ۲۰۰۳ زیږدیز – لمریز کال کې سیلاک په خروات کی د یو ملییون ډالرو په ارزښت لاترې وګټله ، خو دا ځلی له پیښې څخه تیښته ونه شوه . ۷۴ کلن سیلاک وویل چې په وروستیو ۴۰ کلونو کی دا لومړی ځل وو چې لاټرې یې ګټلی ده .

د لاټرې ګټلو وروسته سیلاک په یوی جزیری کې یوه ښکلی ماڼی واخسته اود ژوند څو وروستې کلونه یی په کې نیکمرغه تیر کړل، خو د سیلاک دا ډول ژوند ډېر اوږد نه وو څو کاله وروسته نوموړی دا ماڼی خرڅه کړه او پیسې یې په خپلو او خپلوانو وویشلي ، په پیطرینو کې یې ځان لپاره یو عادی کور واخست او د یوې کلیسا په جوړولو چه ( دیوا مارینا ) نومیږی ، پیل وکړ .
 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته