پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغان حکومت وايي دا مهال نژدې درې ميليونه ماشومان له ډول ډول ستونزو سره مخامخ دي
نیټه: 01/06/2014

افغان حکومت وايي دا مهال نژدې درې ميليونه ماشومان له ډول ډول ستونزو سره مخامخ دي

د افغانستان کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشومانو په نړیواله ورځ چې نن (يکشنبه، جون لومړۍ) ده، د کمکیانو د ودونو د مخنیوي په موخه د پوهاوي بهیر پیلوي.

د ماشومانو او ښځو د حقونو د خوندیتابه یو شمېر بنسټونه وايي، په کمکي عمر کې ودونه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي یو بنسټیز لامل بلل کیږي.

پر همدې مهال افغان چارواکي وايي اوسمهال نژدې درې میليونه افغان ماشومانو له راز، راز ګواښونو سره لاس او ګریوان دي.

دوی وايي داسې مهال له دغې ستونزې سره مخامخ دي، چې د هواري لپاره یې بیخي دولتي بودیجه نه لري.

مصطفی سالک په خپل راپور کې وايي بي وزلي، درانه کارونه، له پوهنې بې برخې کیدل، وسلوالو ډلو ته هڅیدل، روږدیتوب او د نشه يي توکو په قاچاق کې ښکېلېدل د دغو ستونزو بیلګې بلل کیږي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال واصل نور مومند ومنله چې اوسمهال هم نژدې درې میليونه افغان ماشومان له بیلو ګواښونو سره مخامخ دي.

ښاغلي مومند وویل له ګواښونو سره د مخامخ ماشومانو لپاره په ملي بودیجه کې هیڅ راز لګښت نه دی ځانګړی شوی، خو وايي د بهرنیو او کورنیو مرستندویه بنسټونو په مرسته یې زرګونه ماشومان له ورپېښو ګواښونو ژغورلي دي.

ټول افغان چارواکي، ماشومان د راتلونکي اغیزناک وګړي او واکمنان بولي، خو دا پوښتنه بې ځوابه ده، چې په ګڼو کړاونو او بدمرغیو اخته دغه میليونونه ماشومان به څه راز برخلیک ولري او په څه وړ شخصیتونو به بدل شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته