پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د یوې نجلۍ په بدن د الله (ج) نومونه څرګند شوي
نیټه: 02/06/2014

د یوې نجلۍ په بدن د الله (ج) نومونه څرګند شوي

د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې د ریحانې په نوم د یوې ۱۲ کلنې نجلې په بدن د الله ج بېلا بېل نومونه څرګند شوي.

 نوموړې نجلۍ وایې چې په مخ لاس او پښه یې وروسته له هغه د الله ( ج) او محمد (ص) نومونه ښکاره شول چې د دوو میاشتو په اوږدو کې یې قرانکریم ختم کړ.

ریحانه بي بي زیاتوی چې د ماسختن تر لمانځه ،نفلونو او تلاوت وروسته راته په خوب کې ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) راغی او قرانکریم راکړ، بیا یې زما په سر لاس راکش کړ او  راته یې وویل ته بي بي یې .

تر ویښېدو وروسته مې د بدن په ځینو غړو د الله ج او پېغمبر (ص) نومونه راښکاره شول چې تر هر اوداسه وروسته یې نومونه او رنګونه بدلیږی.

نوموړي وایې یاده موضوع مې سهار له خپلې کورنۍ سره شریکه کړه.

د یادې نجلۍ تره وایې چې ریحانه بي بي په خپل کور کې  د قرانکریم تلاوت کوي ، ښوونځي ته ځي او ډېره دینداره نجلۍ ده.

د نوموړي نجلۍ یو تن نږدې خپلوان ورته کیسه کوي او وایې چې ددې نا اشنا خبر په اوریدو  سره مې دغه موضوع له  شرق راډیو تلویزیون سره شریکه کړه .

نوموړی وایې چې دا د قرانکریم د فضلیت،تبرک او سپیڅلتیا ښکارندويې کوي او هیله ښیې چې له مخې یې په افغانستان کې سوله، امنیت او ارامي ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې تیر کال هم په پلازمینې کابل کې دې ته ورته د یوې نجلۍ په بدن د الله (ج) نومونه څرګند شوی وو،چې له بېلا بېلو رسنیو څخه یې خبرونه خپاره شول.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته