پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د نوي کور نوي ژوند ډرامه شل کلنه شوه
نیټه: 18/06/2014

 

دافغانستان تعلیمي موسسې لخوا دنوي کور نوي ژوند پرله پسې ډرامې شلمه کلیزه دیوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه .

په دغه غونډه کې دیادې ډرامې دکارکونکو ،لیکوالانو او ممثلینو ترڅنګ دننګرهار پوهنتون استادانو ، یو شمیر ولایتي مسولینو او دډرامې مینه والو اوریدونکو برخه اخیسته وه.

د یادې ادارې په استازیتوب حیات الله نیاز د نوي کور نوي ژوند ډرامه په هر اړخیز ډول تشریح کړه او پکې په شته موضوعاتو یې خبرې وکړې.

نوموړي وویل چې دا ډرامه په ۱۹۹۴ میلادي کال کې دکډوالۍ پرمهال پیل شوه چې د افغانانو ژوند پکې انځور شوې.

نیاز زیاته کړه ددې ډرامې یواځینې هدف د خلکو پوهاوې ستونزو ته دحل لارو چارو پیدا کول او په ټولنه کې دثبات رامنځ ته کول دی.

حیات الله نیاز وویل په راتلونکي کې هم هڅه کوو چې دا ډرامه وغزو او د ټولنې ناخوالې پکې منعکسي کړو ترڅو د حل لازمې لارې چارې ورته ولټول شي ځکه په ډراماتیکه ژبه پیغام ورکول ښه تاثیر لري . 

په غونډه کې ګډونوالو د نوي کور نوي ژوند ډرامې په اړه ځینې پوښتنې مطرح او مثبت نظرونه یې ورکړل.

د یادونې وړ ده چې دنوي کور نوي ژوند ډرامه دراډیویي ملګرتیا اورسنیزې همغږۍ په موخه له شرق او نرګس راډیو ګانو څخه هم په بیلابیلو وختونو کې خپریږي. 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته